ru24.pro
World News
Январь
2026
1 2 3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

پاکستان کې اته خبریالان او د ټولنیزو رسنیو فعالان په عمري حبس محکوم شول

0
پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د جمعې په ورځ اته خبریالان او د ټولنیزو رسنیو فعالان د دوی په غیاب کې په عمري حبس محکوم کړل.
دوی چې د پخواني صدراعظم عمران خان په ملاتړیې آنلاین فعالیت درلوده د ترهګرۍ په ارتباط جرمونو په تورونو کې ګرم پیژندل شوي وو.
دعمري قید دغه سزاګانې دهغو قضیو په ارتباط صادرې شوې چې د ۲۰۲۳ کال د می په ۹ مه د تاوتریخوالي ‌ډکو لاریونونو وروسته ثبت شوي دي. هغه مهال کله چې عمران خان د لنډې مودې لپاره ونیول شو نو لاریونکوونکو په پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل.
له هغه وخت راهیسې د پاکستان حکومت او پوځ د عمران خان د ګوند د فعالانو او د حکومت دمخالفینو په وړاندې د ترهګرۍ ضد قوانیونو او پوځي محاکمو په کارولو سره پراخو اقداماتو ته مخه کړې. سلګونه کسان په دې تورن شوي چې په دولتي تاسیساتو یې بریدونه کړي یا یې نور خلک دغو بریدونو ته هڅولي.
محکمې په خپله پریکړه کې وویل چې د تورنو کسانو کړنې د پاکستاني قانون له مخې "د ترهګرۍ په چوکاټ کې راغلې" او د دوی آنلاین محتویات په ټولنه کې "ویرې او ناکرارۍ" ته لمن وهي.


د محکمې اسناد ښیې چې ډیری دغه محکوم شوي کسان له پاکستان څخه بهر دي او د محاکمې په جریان کې نه دي حاضر شوي.
محکمې ، عادل راجا او سید اکبرحسین دپاکستان د اردو پخواني افسران چې یوټوبران شوي، خبریالان وجاهت سعید خان ،صابر شاکر او شاهین سیهبای ، تبصره کوونکی حیدر رضا مهدي او شنونکی موید پیرزاده په عمري حبس محکوم کړي دي.
وجاهت سعید خان چې نیویارک کې اوسي رویترز خبري اژانس ته ویلي :


هغه ویلي "دا پریکړه عادلانه نه ده. دا سیاسي ډرامه ده، چې د قانوني پروسې، قضاوت یا مصداقیت پرته ترسره کیږي."
رویټرز ونه توانید چې د نورو خبریالانو، مبصرینو یا د هغوی د وکیلانو نظر ترلاسه کړي.
د ژورنالیستانو د حفاظت کمیټې CPJ په ۲۰۲۳ کال کې وویل چې دا تحقیقات د انتقادي راپورونو څخه د غچ اخیستلو په معنی دي. د CPJ د آسیا د پروګرام مسئولې به لیه یی وویل: "چارواکي باید سمدلاسه دا تحقیقات او رسنیو ته بې امانه ګواښونه او سانسور ودروي."