محسن نقوي وايي د خیبر پښتونخوا حکومت ورسره د افغان کډوالو کیمپونو تړلو کې همکاري نه کوي
نقوي دا و نه ویل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو څومره کیمپونه پاتې دي خو زیاته یې کړه چې حکومت د ټولو پنډغالو د تړلو پرېکړه کړې ده. نقوي وویل، د ۲۰۲۵ز کال تر سېپټېمبره یې شاوخوا ۱.۶ مېلیونه افغانان له پاکستانه ایستلي دي.
