ru24.pro
World News
Ноябрь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24
25
26
27
28
29
30

د هندي فلمونو نومیالی اداکار درمېندر مړ شو

0

هندۍ او نړیوالې رسنۍ وايي، د هندي فلمونو نومیالی اداکار درمېندر دېول د نومبر پر ۲۴مه د ۸۹ کلونو په عمر کې مړ شو.هندي وزیراعظم نرېندرا مودي پر اېکس په بیان کې ویلي چې د نوموړي په مړینه "د هندۍ سینما یو دور پای ته ورسېد."

رویټرز اژانس وايي، درمېندر له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې ناروغه وو. د اژانس په وینا، د نوموړي کورنۍ لا د هغه د مړینې په اړه څه نه دي ویلي خو د امیتاب بچن په ګډون یوشمېر ادکاران د ممبۍ په جوهو سیمه کې د مړیو سوځنتون ته ورغلي چې د هغه په وروستیو مراسمو کې ګډون وکړي.

د هند اېن ډي ټي وي رسنۍ وايي، د هندیو فلمونو نومیالي اداکاران شاه رخ خان، سلمان خان، عامر خان، سنجې دت، اکشې کمار او انیل کپور هم مراسمو ته ورغلي دي.

د هندیو فلمونو هدایتکار کرن جوهر پر انسټاګرام په بیان کې درمېندر د هندۍ سینما "یو خورا لوی اداکار" او "هیرو یا اتل" په نوم یاد کړی دی.

اژانس وايي، درمېندر په ۱۹۳۵ز کال کې په پنجاب کې زېږېدلی وو او له ۱۹۶۰ز کال راهیسې یې په فلمونو کې کار کول پیل کړل.

نوموړی په ۱۹۷۵ز کال کې له "شعلې" فلم څخه د شهرت بام ته ورسېد.

د فرانسې خبري اژانس او اېن ډي ټي وي وايي، د نوموړی اخري فلم "د سري رام راګون ۲۱" نومېږي چې ټاکل شوې د ډېسېمبر پر ۲۵مه خپور شي.

د هغه پوره نوم درمېندر کېول کرېشنا دېول وو او دوه ښځې او شپږ بچي لرل.

رویټرز اژانس وايي، د هغه لومړۍ ښځه پرکاش کور نومېږي او بیا یې په ۱۹۸۰ز کال کې له ادکارې هېما مالېني سره واده وکړ.

د هغه درې بچي سني دېول، بابي دېول او ایشا دېول د هندیو فلمونو نومیالي اداکاران دي.

درمېندر له ۲۰۰۴ز څخه تر ۲۰۰۹ز کال پورې د هند پارلېمان غړی هم پاتې شوی وو.