د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت: د عراق له زندانونو ۲۹ افغانان خوشي شوي دي
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د عراق له زندانونو نهه ویشت افغانان خوشي شوي دي.د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، راغلې دي چې دا افغانان د نیمروز له لارې افغانستان ته داخل شول.د خبرپاڼې له مخې په عراق کې دغو افغانانو له پنځو تر نهو میاشتو پورې بند تیر کړی وو.د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې دا نه ده روښانه شوې چې دا کسان په کومو جرمونو په عراق کې زنداني شوي وو.
