ru24.pro
World News
Ноябрь
2025

امریکا کې د حکومت د یوې برخې تر ټولو اوږده مرخصي د ټرمپ په لاسلیک پای ته ورسېده

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت د یوې برخې د مرخصۍ یا ( شټ ډون) د پای ته رسېدو لایحه لاسلیک کړه.دا لایحه د ټرمپ تر لاسلیک مخکې په استازو جرګه کې رایه اچونې ته وړاندې او تصویب شوه.سنا جرګې دوه ورځې وړاندې دغه لایحه تصویب کړې وه.ټرمپ د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې مرخصۍ د ملامتۍ ګوته ډیموکراتانو ته ونیوله او په وینا یې دوی په لوی لاس د فدرالي ادارو نژدې یو میلیون کارکوونکي بې معاشه کړي وو.ډیموکراتان بیا د دولت د شټ ډون کېدو پړه پر جمهوري غوښتونکو اچوي.د تصویب شوې لایحې له مخې بودیجه د جنوري تر دیرشمې تمدید شوه چې له دې سره دې ته لاره هواروي چې د فدرالي حکومت مامورینو معاشونه ترلاسه کړي او یوشمیر مهمې حکومتي چارې بیرته پيل شي.سږنی شټ ډون د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږدمهاله وو چې نن یې درې څلویښتمه ورځ ده.کله چې د کانګرس په دواړو جرګو کې د مالي کال بودجه ناندریزه شي او په بله کومه بدیله طرحه موافقه ونه شي، د فدرالي حکومت یوه برخه د معاشونو د نشتوالي له کبله رخصتیږي.