د ګډ امنیتي تړون سازمان: افغانستان د دغه سازمان د غړو امنیت ته یو جدي ګواښ دی
د ګډ امنیتي تړون سازمان سرمنشي وایي، افغانستان د دغه سازمان د غړو هېوادونو امنیت ته " د یوه جدي ګواښ" په توګه پاته دی.ایمانقلی تاسماګامبېتوف دغه څرګندونې پرون چهارشنبه په مسکو کې د ګډو ګټو هېوادونو د امنیت شورا په ۱۳مه غونډه کې وکړې.انټرفاکس خبري اژانس د هغه په حواله ویلي، تراوسه په افغانستان کې د ثبات او سیاسي ارامۍ لپاره اوږده لاره مخکې ده.روسیه، تاجکستان، قرغېزستان، قزاقستان، بلاروس او ارمنستان د ګډ امنیتي تړون سازمان غړي هېوادونه دي.افغانستان د دې سازمان څارونکی غړی دی، خو معلومه نه ده چې پرونۍ غونډه کې یې د اوسني حکومت کوم استازی و او که نه؟د طالبانو حکومت وړاندې تر دې د ګاونډیو او منځنۍ اسیا د هېوادونو ورته اندیښنې بې ځایه بللې دي.
