ru24.pro
World News
Октябрь
2025

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر وايي، پاکستان کابو ۱۰ زره افغان کډوال نیولي

0

په پاکستان کې د طالبانو سفیر وايي، دا مهال په پاکستان کې نژدې لس زره افغان اتباع د دغه هېواد په بېلابېلو زندانونو او توقیف ځایونو کې بندیان دي.

سردار احمد شکیب نن (جمعه) په یوه بیان کې ویلي چې د مهمو لارو په تیره بیا د تورخم او سپین بولدک - چمن لارو د بندېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ، ترانزیت او سوداګرۍ بهیر نژدې درې اوونۍ کېږي چې درېدلی دی.

هغه زیاته کړه:

“د لارو د بندېدو له امله زرګونو کسانو، چې کورنۍ هم پکې شاملې دي، د سړک په غاړو اړولي او په سختو وضعیت کې ژوند کوي.”

شکیب خبرداری ورکړی چې د بند پاتې شویو کسانو د روغتیا او خوندیتوب وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، ځکه هغوی د خوړو، درملو، سرپناه او پاکو اوبو له نشتوالي سره مخامخ دي.

“په وروستیو ورځو کې لږ تر لږه درې ماشومان او یوه ښځه د دغو شرایطو له امله مړه شوي دي.”

شکېب د پاکستان له لوري د افغان مهاجرو د نیولو او شړلو روان بهیر یوه “جدي بشري اندېښنه” بللې ده.

هغه ادعا کړې چې په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول پنجاب، سیالکوټ، خوشاب او اټک کې، افغان وګړي یوازې د پیسو له ورکولو وروسته له توقیفه خوشې کېږي.

په بیان کې له پاکستاني حکومت څخه غوښتنه شوې چې د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او انګور اډې لارې “څومره چې ممکنه وي ژر” بېرته پرانیزي، څو افغانان وکولای شي په عزت او منظم ډول خپل هېواد ته ستانه شي.