ru24.pro
World News
Октябрь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30
31

د امریکا او چین د ولسمشرانو ترمنځ خبرې پیل شوې

0

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین پینګ ترمنځ په جنوبي کوریا کې خبرې پیل شوې.دغه خبرې چې په جنوبي ساحي ښار بوسان کې پيل شوي، هدف یې د دغو دوو سترو اقتصاد لرونکو ترمنځ د سوداګریزې جګړې د لاپراخیدو مخنیوی دی.ټرمپ په کراتو کراتو خوشبیني څرګنده کړې چې له شي سره په دې خبرو کې به یوه موافقه ترلاسه شي.د دواړو ولسمشرانو ترمنځ دا غونډه د آسیا- پسیفک اقتصادي همکارۍ د سرمشریزې په څنډه کې ترسره کیږي.د سوداګرۍ جګړه روانه میاشت وروسته له هغه راپورته شوه چې پیکنګ اعلان وکړ چې دوی به د لوړې ټیکنالوژۍ په صنعت کې د کارول کیدونکو نادره طبیعي منرالونو پرصادراتو د پام وړ محدودیتونه ولګوي.ټرمپ ژمنه کړې چې د پیکنګ په ځواب کې به د چین پر صادراتو ۱۰۰ سلنه نوي تعرفې وضع کړي.