د افغانستان فوټسال لوبډله نن له ایران سره پایلوبه کوي
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال لوبډله به نن پنجشنبې په بحرین کې د ۲۰۲۵ کال د آسیا د ځوانانو د سیالیو په پای لوبه کې له ایران سره مخامخ شي.افغانستان د سې شنبې په ورځ تایلینډ ته ۹ د ۱ په مقابل کې په ماتې ورکولو سره د دې لوبو وروستي پړاو ته ووت.افغانستان په دې سیالیو کې مخکې ازبکستان، بحرین او چین ته ماتې ورکړې ده.
