ru24.pro
World News
Октябрь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28
29
30
31

پر کیف د روسیې په تازه بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل دي

0

د اوکراین پر پلازمېنه کیف د روسیې د تیرې شپې په بریدونو کې درې تنه وژل شوي او د ۶ ماشومانو په ګډون ۳۱ تنه ټپيان شوي دي.د تیرې شپې په بریدونو کې دوه لوړپوړې هستوګنیزې ودانۍ ویجاړې شوي او په یوې کې یې چې نهه پوړیزه وه، اور هم لګیدلی دی.د بیړنیو حالاتو او ژغورنې ټیمونو له دغې اورلګېدنې څخه ۱۳ تنه ژغورلي دي.تر دغو هوایي بریدونو مخکې د کیف او شاوخوا سیمو پر فضا د یو-یو نیم ساعت لپاره د هوایي حملو د خطر زنګ وهل کېده.د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي له دغو بریدونو وروسته پر روسیې او متحدانو یې د پياوړو بندیزونو غوښتنه کړې ده.