ru24.pro
World News
Октябрь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

اوچا وايي افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال وچکالي د نیمې پیړې تر ټولو شدیده وچکالي ده

0
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي د تېرو پنځه کلونو پرلپسې وچکالیو د افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او د روان ۲۰۲۵ کال وچکالي تر ټولو شدیده وچکالي ثبت شوې ده.
اوچا خبرداری ورکړی چې سږ کال په ټول افغانستان کې د اورښت کچه په اوسط ډول ټیټه وه او ویره شته چې دا کچه د کال تر پایه همداسې دوام وکړي.
دغه دفتر د سې شنبې په ورځ د اکتوبر ۲۱ په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې وچکالي په نږدې ټولو ولایتونو د اورښت د کمښت، په تېرو پنځه کلونو کې د وچکالۍ د تکرار او شدت او د اقلیمي بدلونونو د اغیزو له امله ده.
دې ادارې ویلي دغه وضعیت د اوبو سرچینې کمې کړي، کروندې او واښه یې له منځه وړي، د کورنیو معیشت یې ګواښلي او خلک یې کډې کولو ته اړ کړي دي.
په راپور کې راغلي چې اوسنی وضعیت د ۲۰۱۸ کال له وچکالې سره پرتله کېدای شي.
د راپور د معلوماتو پر بنسټ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې نږدې ۳ سوه زره کسان په کور دننه د وچکالۍ له امله بې ځایه شوي او ۳ عشاریه ۶ میلیونه نور د خوړو د نه خوندیتوب په بیړني حالت کې وو.
په ورته وخت کې یو شمېر افغان کروندګر وايی د باران د نشتوالي او د وچکالۍ له امله یې سږ کال کروندو ته لوی زیان رسېدلی دی.
د کندز ولایت یو بزګر نعیم د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۲ مه ازادي راډيو ته وویل:
"سږکال هیڅ باران نشته، سخته وچکالي ده، کروندې د وچېدو په حال کې دي، غنم او نورې کروندې مو د لمنځه تلو په حال کې دي."


د نیمروز ولایت یوه بزګر او مالدار عبدالعظیم وايي د وچکالي له امله یې کروندو او څارویو ته زیان رسېدلی دی:
"سږ کال د اقلیمي بدلون له امله وچکالي زیاته شوې ده، زموږ کروندو او مالدارۍ ته زیان ورسېده، په اصل کې مو هیڅ نه دي کرلي، تقریبا درې کاله کیږي چې کرونده نه کوو، ځکه وچیږي، کوم غنم مو چې کرلي وو تخم یې هم په موږ تاوان شو."
د تخار ولایت یو بزګر فضل احمد هم ورته شکایت لري:
"د وچکالۍ او باران د نه ورېدو له امله زموږ غنم ډیری یې وچ شول، بزګران ډېر اندېښمن دي، ځکه دا وضعیت په حاصلاتو منفي اغیز لري."
دا بزګران چې د وچکالیو له امله سخت اغیزمن شوي د طالبانو له حکومت او د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ادارو غواړي چې د زیانونو په کمولو کې ورسره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې پنځه اونۍ مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان ( اې، تو ایم) اعلان کړی وو چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د اصلي عامل په توګه د وچکالي له امله په کور دننه ۳۵۰ زره کسان له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم په وروستیو کې خبرداری ورکړ چې که څه هم کرنه د افغانستان د ۸۰ سلنه نفوس لپاره د عاید اصلي سرچینه ده، خو په دې هیواد کې د کرنې حاصلات د اقلیم د بدلون له امله ۵۰ سلنه کم شوي دي، چې پکې دوامداره وچکالي هم شامله ده.
په ورته وخت کې د اوبو او چاپیریال د برخې یو شمېر متخصصین وايي نړیوالې تودوخې، د اقلیم بدلون، د باران او سیلابونو د اوبو د ذخیره کولو لپاره د زیربناوو نشتوالي، د واورو کمېدو، اوبو ته د تقاضا لوړېدو او د نفوسو ودې افغانستان د وچکالي په وړاندې زیانګالی ګرځولی دی.
له ډلې یې نجیب الله سدید د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۲ مه ازادي راډيو ته وویل:
" زما په نظر په افغانستان کې باید په دوه برخو کې جدي کار وشي، یو د اوبو د بې ځایه لګښت د مخنیوي په برخه کې او بل دا چې بنسټیز کارونه باید وشي په ځانګړي ډول د اوبو لوی او واړه بندونه جوړ شي، تر څو افغانستان په دې برخه کې په ځان بسیا شي په دې سره د سیلابونو د اوبو مدیریت هم کیږي او دغه شان د وچکالي مخه هم ورسره نیول کېدای شي."
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر هم په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې، افغانستان د زلزلې، وچکالۍ، د کډوالو راستنیدو او د مرستندویه کارکوونکو په وړاندې د سخت فشار په ګډون له بشري بحرانونو سره مخ دی.
اوچا ویلي چې په ختیځ کونړ کې د ریښتر په کچه ۶ درجې قوې زلزله چې په ۲۰۲۵ کال کې یو له خورا ویجاړونکو افتونو څخه وه نږدې ۲ زره کسان مړه، له ۳۶۰۰ ډېر ټپیان او زرګونه کورونه او زیربناوې ویجاړې کړې.
په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان نږدې نیمایي نفوس د ژوندي پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري، ښځې او نجونې، چې له زده کړې، کار او عامه ژوند څخه بې برخې دي، په ځانګړي ډول اغیزمنې شوې دي، داسې مهال چې د راپور په ټکو بشري مرستې د افغان ښځو او نجونو د ژغورنې یوازینۍ لاره ده.
اوچا دا هم ویلي چې له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنېدونکي کسان داسې یو هیواد ته ځي چې لا دمخه بې وزلۍ او وچکالۍ سخت ځپلی دی.