د افغانستان او بنګله دیش لوبډلې سبا یو ورځنۍ لوبه کوي
د افغانستان او بنګلدېش د کرکټ ملي لوبډلې به سبا سه شنبې په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې سره مخامخ شي.دا لوبه د کابل په وخت د مازیګر په ۴ نیمو بجو د ابوظبي په لوبغالي کې پیلېږي.افغانستان خپلې تېرې یو ورځنۍ دوه لوبې له بنګلدیش څخه ګټلي حال داچې د شل اووریزو لوبو درې سیالۍ مخکې بنګله دیش ګټلې وې.
