ru24.pro
World News
Июль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30
31

د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي

0

د افغانستان د بېلابیلو ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي ادعا کوي چې په دې ورستیو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي.

دوی یې لاملونه، د سړکونو خرابوالی، د چلوونکو بې احتیاطي او ترافیکي مقراراتو ته نه پاملرنه ګني.

د خوست ولایت د نادر شاه کوټ ولسوالی اوسېدونکی رووف شاه دی چې وایي شاوخوا شپږ ورځې مخکې (د جولای په ۲۳مه) د دوی په سیمه کې یوې ترافیکې پېښې یو اتلس کلن ځوان مړ او شپږ ماشومان ټپیان شول.

ده ازادي راډیو ته وړاندې زیاته کړه،

"دا پېښه د مازدیګر او ماښام تر منځ، د دوو موټر د تېز تګ او یو بل سره د رقابت له امله رامنځته شوې وه، ځکه سړک خراب و او موټر له کنټروله ووتي وو، بیا یو موټر هلته سړک نه شاوخوا لس مټره د ماشومانو د راټولېدنې یو ځای ته وراوښتی و چې اوه کسان، یو اتلس کلن ځوان چې د ۱۲م ټولګي زده کوونکی و دا یې وواژه او ۶ نور ماشومان چې د یو حالت یې اوس هم نازک دی سخت ټپیان کړل."

د ختیځ ولایت ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکی کرامت هم وایي چې ۶ ورځې مخکې یې د خاله زوی چې یو ۲۵ کلن ځوان دی، د موټر ټکر له امله سخت ټپي شوی دی.

ده ازادي راډیو ته وویل،

"تېره یکشنبه مې د ترور زوی ټکر وکړ، دوه موټر کولا او وېګنار په غلط لاس راغلي وو، نو دا یې مخکې ورغلی و، اوس یې وضعیت یو څه خراب دی، اوس مو روغتون نه کلي ته راوړی، سر او پښې یې ژوبلې دي او ډېر تاواني هم شو، کرولا والا ملامت وه، هغو نورو موټرو کې هم خلک ډېر ژوبل وو، په کې بند پاتې وو بیا یې کلنیکونو ته یوړل، زموږ غوښتنه دا ده چې دولت باید پر موټر چلوونکو دا د ټرافیکو قوانین ومني او پرې تطبیق یې کړي."

د هلمند ولایت اوسېدونکي او د یو ښوونځي مسول قدیر پاڅون بیا وايي چې په دغه ولایت کې هم په پراخه کچه د ټرافیکي اصولو د سرغړونو له امله هر ورځ په بېلابېلو سیمو کې ټرافیکي پېښې کېږي او په دې وروستیو کې دغو پېښو د شېر احمد په نوم د یو لس کلن زده کوونکي ژوند واخیست.

"شېر احمد د سړک له یوې غاړې بلې ته اوښته چې موټر وهلی و، بیا تقریباً درې ساعته ژوندی و او بیا یې ساه ورکړه، شېر احمد دېر هوښیار هلک وه."

پاڅون زیاتوي، هلمند کې ډیری ترافیکي پېښې د موټرسایکلونو د چلوونکو له خوا هم رامنځه کېږي.

دا افغانان د طالبانو له حکومته په دې برخه کې د جدي پام غوښتونکي دي، او ټینګار کوي چې د وسایطو چلوونکي باید تر جدي څار لاندې ونیسي.

که څه هم د طالبانو حکومت د ټرافیکو پولیسو عمومي مشر مولوي خیال محمد غاور د راپور تر خپرېدو په راپور کې د مرکه شویو کسانو د شکایتونو او غوښتنه په اړه او دغه شان په دې وروستیو کې د ثبت شویو ټرافیکي پېښو د رسمي شمېرو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو ګڼو کورنیو رسنیو او عامو خلکو بیا پر خواله رسنیو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تر لسو د زیاتو ټرافیکي پېښو راپورونه ورکړي دي چې د دې راپورونو پر بنسټ لسګونه کسان په کې مړه شوي او ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس یوازې دوشنبه (د جولای په ۲۸مه) د تر ټولو تازه؛ د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ او د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې د دوو مرګونو ټرافیکو پېښو راپورونه ورکړي دي.

د دې راپورونو له مخې، په غزني کې د دوشنبې د ورځې په دې پېښه کې ۶ کسان مړه شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي او پروان کې یې بیا ۵ کسان مړه کړي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو حګومت د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو ریاست د ۱۴۰۳ لمریز کال د په جدي میاشت کې ویلي وو چې د کال له پیله تر اوسه پورې، نږدې ۲،۰۰۰ کسان د ټرافیکي پېښو له امله مړه شوي او ۷،۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو عمده لاملونه د سړکونو خرابوالی، د موټرو او نورو وسایطو چلوونکو له لوري د ټرافیکي قوانینو نه مراعتول، له حده زیات سرعت او بې احتیاطۍ ښودل شوي دي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د ترانسپورت وزارت د چټک سرعت له امله د ترافیکي پېښو د کنترول په هدف د تېر لمریز کال په دلوې میاشت کې اعلان وکړ چې مسافر وړونکي موټرې باید په یو ساعت کې یوازې ۱۰۵ کیلو متره واټن ووهي او اجازه نه لري چې تر دې زیات چټک ولاړ شي.

دې وزارت دا هم ویلي وو چې د دې کار د څارنې لپاره دوی په مسافر وړونکو موټرو کې د ( جي، پي ایس ) د څار الې هم نصب کړې دي.