ru24.pro
World News
Июнь
2025

جان محمد جاني زده کړې نه دي کړي خو شاعري یې کړې او کتابونه یې چاپ دي

0

۵۳ کلن جان محمد جاني د پړانګ سپرخېلو سره تعلق لري، له پېښور سره نږدې په سردریاب سیمه کې خواري مزدوري کوي او د شعر شوق ورسره مل دی. د هغه د شاعرۍ درې کتابونه چاپ شوي دي، څو نور ناچاپه پراته دي او د هغه په وینا نږدې ۵۰ هنرمندانو د هغوی شعرونه سندریز کړي دي. جان محمد جانی وايي، دا چې لیک لوست نه شي کولی نو شعر اول په مبایل کې ثبت کړي، بیا یې مېرمن ولیکي او ورته یې خوندي کړي. نوموړی په خپله سیمه کې شهرت لري او په سردریاب کې سېلانیان اکثر له هغه نه چاپېره وي او شاعري ترې اوري.

نور حال په دې مرکه کې چې د مشال راډیو خبریال ورسره کړې ده: