ru24.pro
World News
Март
2025

سبا د هند د کرکټ د غوره لیګ سیالۍ پیلږي، ۷ افغان لوبغالي په کې ګډون لري

0

د هند د کرکټ د غوره لیګ( اي پي ایل) سیالۍ سبا پيلیږي.دا د دې لوبو اتلسم لیګ دی چې لس لوبډلې پکې سیالۍ سره کوي.سبا به د تیر کال اتله لوبډله کلکته نایټ رایډرز له رایل چلینجرز بنګلور سره مسابقه وکړي.د ( ای پي ایل) په دې ټورنمنټ کې د افغانستان په شمول د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو لوبغاړي لوبیږي.سږکال د افغانستان اووه لوبغاړي د ( ای پي ایل) لوبډلو اخیستې دي، راشد خان، کریم جنت، نور احمد لکڼوال، عظمت الله عمرزی، رحمت الله ګربز، فضل حق فاروقي او الله محمد غضنفر.د ( ای پي ایل) د سږکال د برانډ ارزښت دولس میلیارډه ډالر اټکل شوی دی. تیرکال د دې ارزښت لس اعشاریه اووه میلیارډه ډالرو ته ورسید.د ( ای پي ایل) دا ټورنمنټ به څه باندې دوې میاشتې، یعني د مې تر پنځه ویشتمې روان وي.