ru24.pro
World News
Февраль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24
25
26
27
28

ریچارډ بنیټ: د طالبانو پر وړاندي عملي اقدامات شوي دي

0
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وايي، د طالبانو پر ضد عملي اقدامات شوي دي.


هغه چې نن (د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه) د هرات امنیتي ډیالوک په کنفرانس کې خبرې کولې وویل، د نړیوالې جنایي محکمې له خوا د طالبانو د مشر د نیول کېدو د فرمان د صادرېدو غوښتنه د هغو هلوځلو پایله ده چې افغان ښځو له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کړې دي.


بنیټ په دې غونډه کې د هغو افغان ښځو مبارزه د قدر وړ وبلله چې د افغانستان دننه يې د ښځو غږ پورته کړی دی.


ریچارډ بنیټ زیاته کړه، په افغانستان کې د اقلیمي بدلون تر ټولو ډېره قرباني افغان ښځې او ماشومان ورکوي.


د بنیټ په خبره، د هغه په خبره، په افغانستان کې د اقلیمي بدلون ریښه په تیره پنځلس کلنه جکړه کې ده، او ټول هغه هېوادونه چې په دې جګړه کې ښکیل ول، باید د افغانستان پر وړاندي مسولیت ومني او له افغانانو سره مرسته وکړي.