ru24.pro
World News
Январь
2025

د پولیو واکسین پیل شوی خو خلک یې اغېزمن نه بولي

0

د افغانستان د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاینونو د اوسني تطبیق د څرنګوالي په اړه  اندېښنه لري او دا طریقه اغېزمنه، او ټولو ته د لاسري وړ نه بولي.

دوی وایی  د پولیو واکسین تطبيق د پخوا په څېر  کور په کور غواړي، ځکه نشي کولی خپل ماشومان هغو ځانګړو ځایونو ته بوځي چې د واکسین لپاره ټاکل شوي دي.