ru24.pro
World News
Январь
2025

سپینه ماڼۍ په افغانستان کې پر اقتصادي سقوط اندېښنه ښيي

0
سپینې ماڼۍ په افغانستان کې د پراخ بشري ناورین او اقتصادي سقوط د احتمال په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې د بشري او اقتصادي کړکېچ په غبرګون کې د دغه هېواد له خوا د اعلان شوي اضطراري حالت د غځولو په اړه د امریکا کانګرس ته یوه اعلامیه استولې ده.


د اعلامیې په متن کې چې د چهارشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په ویب پاڼه کې خپور شو، ولسمشر بایډن په افغانستان کې پراخ بشري ناورین او اقتصادي سقوط احتمال د امریکا د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ لپاره یو غیر معمولي ګواښ بللی دی.


په یاده خبرپاڼه کې په افغانستان کې د بشري ناورین په بیانولو سره، د خوراکي توکو د خوندیتوب، د ژوند کولو د ملاتړ، اوبو، روغتیايي خدمتونو، سرپناه او د اوسیدو لپاره د افغانانو د بیړنیو اړتیاوو په ګډون، نورو اساسي بشري اړتیاوو ته هم اشاره شوې ده.


دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان په نړۍ کې له دویم ستر بشري ناورین سره مخ دی او د افغانستان نیمايي نفوس نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.