د افغانیو د ارزښت په کمېدو بیې لوړې شوي
د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت له راټیېدو وروسته ځیني خلک او هټیوال « دوکانداران» د خوراکي توکو له لوړو بیو شکایت کوي.
د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان بانک د دوشنبې د معلوماتو پربنسټ د یوه ډالر د پیر او پلور بیه ۷۴ افغانیو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې تېره اوونۍ شاوخوا ۷۰ افغانۍ وه.
