ru24.pro
World News
Январь
2025

د پوهنتون ځینې فارغان وايي طالبان خپلو کسانو ته په اسانۍ لوړ تحصیلي اسناد ورکوي

0
د افغانستان له پوهنتونونو یو شمېر فارغ شوي کسان او د زده کړو د برخې ځینې فعالان د طالبانو د حکومت دې اعلان ته په اشارې سره چې وايي د دیني مدرسو زرګونو فارغانو او « دیني عالمانو» ته د لیسانس او ماسټرۍ سندونه ورکوي د اندیښنې وړ بولي. تازه د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د ازموینو له اخیستو وروسته به  د مدرسو ۲۶ زره فارغو زده کوونکو او «دیني عالمانو» ته د لیسانس او ماسټرۍ سندونه ورکړي.