پر لبنان د اسراییلو تازه بمبارۍ
د لبنان د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې اسراییل پرون یکشنبې د لبنان په ختیځ او جنوبي سیمو کې په هوایي بریدونو کې یوشمیرځایونه په نښه کړل. د اسراییل پوځ وویل چې دوی له سوریې سره د پولې په اوږدو کې د قاچاقي لارو په ګډون د حزب الله اهداف په نښه کړي دي.
