ru24.pro
World News
Январь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

ټرمپ: طالبانو ته د پیسو لېږل د منلو نه دي او دا کار به نور نه کیږي

0
د امریکا منتخب ولسسشمر ډونالډ ټرمپ وایي، د طالبانو حکومت ته د میلیاردونه ډالرو لېږل د " نه منلو وړ" کار دی.


ټرمپ پرون سه شنبه په فلوریدا کې د یوه خبري کانفرانس پر مهال دغې موضوع ته اشاره وکړه او وې ویل، اوسني ولسمشر جوبایډن د امریکا میلیاردونه ډالره شتمني له هېواده ایستلې ده.


هغه د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو ته د میلیونونه ډالرو لېږلو په اړه څه نظر لري، وویل:


" دا ان د منلو نه دي، میلیونونه هم نه، میلیاردونه ډالر دي چې مونږ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ورکړي دي. دا پیسې بایډن ورکړي دي، دا همغه سړی دی چې د امریکا د شتمني پنځوس- شپیته تریلیونه ډالره یې ایستلي دي، دا کار به نور نه کیږي، اوس مونږ د ښه قضاوت خاوند یو ملت یو."


خو د طالبانو حکومت د ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې رد کړې دي.


د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، امریکا افغانستان ته ټولې لېږل شوې پیسې په خپلو اهدافو لګولي او د طالبانو حکومت ته یې هیڅ پیسې نه دي ورکړي.


تر دې وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکي ادارې ( سیګار) ویلي و چې امریکا  په دریو کلونو کې افغانستان ته ۳ اعشاریه ۳۳ میلیارده ډالر لیږلي دي چې د طالبانو حکومت ته یې هم ګټه رسېدلې ده.