ru24.pro
World News
Январь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

پاکستان کې افغان سفارت: سلګونه ویزه لرونکي افغانان نیول شوي دي

0
د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو ترکنټرول لاندې فعالیت کوي، په اسلام آباد کې د نیول شویو شاوخوا اته سوه افغان کډوالو په غبرګون کې ویلي چې دغه کډوال، معتبرې ویزې، د پي او آرکارټونه اود افغانستان د تابعت کارټونه، ACC لري.


دې سفارت پرون دوشنبې پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې په یوه بیان کې ویلي، د دې لپاره چې په پاکستان کې افغان کډوال ونه نیول شي، د (NOC) یا د اعتراض نه کولو په نوم سند ته اړتیا لري چې ترلاسه کول یې ډیرسخت دي.


دې سفارت همدارنګه ویلي چې د دغو نیونو په جریان کې اکثره ښځې او ماشومان له خپلو کورنیو جلا شوي او دوی د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په دې هیواد کې د میشتو افغان کډوالو حقونه او امنیت تامین کړي. سفارت همدارنګه له ملګروملتونو او د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو غوښتي دي چې د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستان د سیاستونو په وړاندې اقدام وکړي.


د راپورونو له مخې په دې وروستیو اونیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د کورونو تلاشي زیاته شوې ده.