ru24.pro
World News
Январь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25
26
27
28
29
30
31

نورستان کې هم د ژوندیو موجوداتو د انځور پر خپریدو بندیز ولګېد

0
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د نورستان په مرکز پارون کې د امرباالمعروف او نهي عن المنکر ریاست سیمه ییزو چارواکو ته امرکړی چې د ژوندیو موجوداتو د عکسونو اخیستل او خپرول په رسمي ډول منع کړي.


دې مرکز چې له افغانستان څخه بهرفعالیت کوي نن سې شنبې په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د دغه محدودیت د پراخیدو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې هغه به د رسنیو د کاري بهیر او اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې منفي اغیزې ولري.


د اعلامیې له مخې نورستان د افغانستان شپږم ولایت دی چې په تصویري رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو پرخپریدو په کې بندیز لګول کیږي.


د افغانستان د خبریالانو مرکز د روانې مرغومې میاشتې په لومړیو کې په یوه راپورکې افغانستان تیر ۲۰۲۴ کال د رسنیو لپاره ترټولو سخت کال بللی او ویلي ووچې په دې کال رسنۍ سختې ځپل شوې دي.


د دې بنسټ په خبره دې کال کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونو ۱۸۱ پېښې ثبت شوې دي.


همدارنګه ویل شوي چې طالبانو په ۲۰۲۴م کال کې رسنیو ته اووه نوي دستورالعملونه صادرکړي چې له مخې یې د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو پرخپریدو بندیز هم شامل دی.