ru24.pro
World News
Январь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26
27
28
29
30
31

د سوریې د حکومت ۳ جګپوړي چارواکي متحده عرب اماراتو ته ورسېدل

0
د سوریې د حکومت درې جګپوړي چارواکي نن دوشنبه په رسمي سفر متحده عرب اماراتو ته ورسېدل.


 د سوریې خبري اژانس سانا راپور ورکړی، چې د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن شېباني، دفاع وزیر مرحف ابو کسرا او د استخباراتو مشر انس خطاب به د خلیج له دغه هېواد سره د همکارۍ او همغږۍ پر امکاناتو خبرې وکړي. دغو چارواکو د یکشنبې په ورځ په دوحه کې د قطر له صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني سره کتلي وو. 


شیباني قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې بندیزونه د هغه هېواد د ګړندۍ بیارغونې پر لاره خنډ دی او یو ځل بیا یې د امریکا پر متحده ایالتونو غږ وکړ چې پر جګړه ځپلې سوریې، لګېدلي بندیزونه لیرې کړي. د سوریې د ولسمشر بشارالاسد رژیم شاوخوا میاشت مخکې نسکور شو او د هیئت التحریر الشام په مشرۍ یاغیانو پر قدرت ولکه ټینګه کړه