ru24.pro
World News
Январь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

په خوست کې ګېس د هغې کورنۍ ۵ کسان وژلي چې له پکتیکا د علاج لپاره ورغلي وو

0
په خوست کې په یوه کوټه کې د ګېس خورېدو له امله د یوې کورنۍ پینځه کسان وژل شوي دي.

په خوست کې د طالبانو حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند، محمد طاهر احرار، د جنورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې وژل شوي کسان د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي ول او د یو ناروغ د درملنې لپاره خوست ته ورغلي ول. د هغه په وینا، دغه کسان ګېس نیولي ول او تر سهاره یې په حال څوک نه ول خبر.


دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر په ۲۸مه هم په خوست کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله د یوې کورنۍ څلور تنه، چې مور او درې ماشومان یې ول، وژل شوي ول.


د افغانستان او پاکستان په ډېرو برخو کې خلک د خوراک د پخلي او په ژمي کې د کوټو د تودولو لپاره ګېس سلېنډرې کاروي، چې ځینې وختونه هغه ډبې چاودي او یا یې د ناسم استعمال له وجې ګېس له ډبې خارجیږي او خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.