ru24.pro
World News
Январь
2025

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مرستیال ترکیې ته سفر کړی

0
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وايي، چې د دوی یو هیئت ترکیې ته د رسمي سفر پر مهال د ترکیې له چارواکو او دیني عالمانو سره پر دیني، علمي مسایلو او د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عزیزالرحمن منصور د یوه هیئت په مشرۍ پرون یکشنبه ترکیې ته لاړ.

دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سفر د ترکیې د دیني چارو ادارې په بلنه شوی دی.

 


د ترکیې ځینو دیني عالمانو او چارواکو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر تعلیم د طالبانو پر بندیز انتقاد کړی دی.


د ترکیې یوه پېژندل شوي دیني عالم محمد ګورمز دوه کاله مخکې د طالبانو د پوهنې وزارت له سرپرست سره په کتنه کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د نجونو د تحصیل منع کول د منلو وړ نه دي.


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بهرنیو چارو پخواني وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي وو، چې د طالبانو دغه اقدام نه انساني دی او نه اسلامي.