ru24.pro
World News
Январь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24
25
26
27
28
29
30
31

د نړۍ تر ټولو زړه ښځه په ۱۱۶ کلنۍ کې مړه شوه

0
د تومیکو ایتوکا (Tomiko Itooka) په نوم جاپانۍ ښځه چې د ګینس په نوم د نړیوالو ریکارډونو له مخې د نړۍ تر ټولو زوړ انسان و، د ۱۱۶ کلونو په عمر ساه ورکړې ده.


د جاپان د اشیا ښار چارواکو نن شنبه دا خبر تایید کړ. په دغه ښار کې د پوخ عمره کسانو د پالیسیو مسوول یوشیڅوګو ناګاتا ویلي، تومیکو ایتوکا تېره یکشنبه د څارنې په یوه مرکز کې مړه شوې ده.


دغه ښځه د ۱۹۰۸م کال د مې میاشتې پر ۲۳مه زېږېدلې وه، چې تېر کال د نړۍ تر ټولو د زاړه انسان په توګه یې نوم ثبت شو.


تر هغه مخکې د نړۍ تر ټولو زوړ انسان ۱۱۷ کلنه ماریا برانیاس وه چې د ۲۰۲۴م کال د اګست پر ۱۹مه یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.