ru24.pro
World News
Январь
2025

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

0
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، د پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت له یوه محلي مشر سره پر افغانستان خبرې وکړې.


محمد صادق پرون پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې په اسلام اباد کې یې د یوناما د دفتر له مشر مالک سیسې سره پرون پنج شنبه بحث وکړ.


هغه د نورو تفصیلاتو له ورکولو پرته لیکلي، چې په دې کتنه کې یې د سیمه ییز امنیت په ګډون پر دوه اړخیزو ګټو خبرې وکړې.


سیسې په پاکستان کې د یوناما د څانګې مشري کوي.


صادق خان د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ داسې مهال کابل ته تللی و، چې په شپه یې د پاکستان جنګي الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالي بمباري وکړه چې په نتیجه کې یې ۵۱ تنه ووژل شول.