ru24.pro
World News
Январь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24
25
26
27
28
29
30
31

د امریکا د خونړي برید شکمن، په افغانستان کې سرتېری و

0

د متحده ایالاو د دفاع وزارت په نیواورلئان ښار کې د چهارشنبې د برید اصلي شکمن شمس‌الدین جبار معرفي کړی او وایي چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۰ یې افغانستان کې د سرتېري په توګه خدمت کړی و.د امریکا ولسمشر جوباېډن تېره شپه وویل چې بریدګر له داعش انګېزه اخیستې وه.په دې برید کې ۱۵ تنه وژل شوي او نږدې ۳۰ نور ټپیان شوي دي.بریدګر چې د امریکا تکزاس ایالت اصلي اوسېدونکی و، لومړی یې د ښار په یوه ګډه سیمه کې موټر پر راټولو شویو خلکو ور تاو کړی او بیا یې پرې ډزې کړې دی.نوموړی پخپله د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.