ru24.pro
World News
Январь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23
24
25
26
27
28
29
30
31

پوليس وايي چې په ژوب کې يوه ورور خپله خور وژلې ده

0
پولیس وايي چې د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه ژوب کې یو ورور خپله خور وژلې ده.

د ژوب تاڼې مشر روزي خان د جنورۍ پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې مسرت عزیز د جنورۍ پر لومړۍ نېټه خپل ورور وژلې ده چې د ده په خبره، دا ناموسي وژنه ده. هغه زیاته کړه چې وژل شوې نجلۍ د ښځو د حقونو مبارزه او په ټولنیزو رسنیو هم فعاله وه. پولیس وايي چې تورن تن تښتېدلی چې دوی پرضد مقدمه دایره کړې او لټون يې کوي.


روزي خان وويل:" رښتیا خو به وروسته معلومېږي، خو د هغې د وروڼو، خوېندو او خپلوانو خبره دا ده چې د دې ورور(عتیق احمد) به دا ورته ویل چې ته به په ټولنيزو رسنيو نه راځې او د خيرښېګړي خپله اداره به تړې. نو په اېف ای ار کې دا خبرې لیکل شوې دي."


د نجلۍ د وژنې دا پېښه پر ټولنیزو رسنیو بحث کېږي او زیاتره کسان يې غندنه کوي. د بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کمېشن اف پاکستان غوښتنه کړې چې تورن کس دې ونیول شي او د کارکوونکو مېرمنو ژوند ته دې خوندې کړل شي.




په ژوب او د بلوچستان په نورو پښتنې سيمو کې د عزت په نوم ډېرې کمې وژنې کېږي البته د بلوڅو په سيمو او دغه ډول د پاکستان په نورو ضلعو کې ناموسي وژنې په پرتليزه توګه زیاتې دي.


مسرت عزيز په ژوب کې ښځو ته د هنرونو د زده کړو یوه اداره هم پرانيسته وه او د ډېسېمبر پر ۲۰مه يې پر فېسبوک مرکه کې ويلي ول چې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه به پکې په رسمي توګه زده کړې پیل شي.


مسرت په خټه کشميرۍ وه چې له ډېرې مودې راهيسې په ژوب کې له خپلې کورنۍ سره اوسېدله. د دې پلار د نوکرۍ لپاره ژوب ته کډه شوی وو.


په پاکستان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او خوندیتوب لپاره قوانین شته چې پکې پر ښځو د تېزاب اچونې، کورني تاوتریخوالي، ځورونو او د ناموسي وژنو په څېر جرمونو لپاره سختې سزاګانې بیان شوې دي.