ru24.pro
World News
Январь
2025

امریکا کې یوه کس پر خلکو موټر خيژولی، لس کسان یې وژلي دي

0
د چارشنبې په ورځ یو موټر  د امریکا په نیو اورلینز ښار کې د خلګو په ګڼې ګوڼې ورغلی چې په ترڅ کې یې لس کسان وژل شوي او 30  تنه نور ټپیان دي.


دا خبره ددې ښار د بیړنیو پېښو په وړاندې د غبرګون ادارې کړې ده.


د اسوشیتید پریس خبري اژانس د نیو اورلینز د پولیسو له قوله ویلي چې خلکو ته ویل شوي څو د پېښې له سیمې ځانونه لرې  وساتي.


تر اوسه پورې د پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي. 

نیو اورلینز د امریکا متحده ایالاتو د لویزیانا ایالت یو مشهور ښار دی.


دا ښار د خپلو کلتوري ځانګړتیاوو، موسیقۍ، جشنونو او تاریخي ودانیو له امله شهرت لري.