ru24.pro
World News
Декабрь
2024

طالبانو او چین د واخان دهلیز د ستراتیژیک اهمیت په اړه خبرې کړې دي

0
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د چین له سفیر ژاو شینګ سره د واخان دهلیز د ستراتیژیک اهمیت په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د دیسمبر پر ۳۰مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې حقاني د چین له سفیر سره په ملاقات کې د واخان دهلیز د ستراتیژیک اهمیت تر څنګ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د مسافر وړونکو الوتنو د زیاتولو په اړه هم خبرې وکړې.


د خبرپاڼې له مخې، په دې ملاقات کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو په لا پیاوړتیا او د عملي ګامونو پر اړتیا ټینګار کړی دی.


واخان افغانستان او چین سره نښلوي او دواړه هېوادونه شاوخوا اتیا کیلومتره ګډه پوله لري.