ru24.pro
World News
Декабрь
2024

م.م وايي په ۲۰۲۴ کې یې زرګونه افغان ماشومان خپلو کورنیو ته سپارلي

0
له ماشومانو سره د ملګروملتونو د مرستې صندوق یونیسیف وايي، په ۲۰۲۴ کال کې یې ۱۷۴۰۰ ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای کړي دي.


یونیسیف پر خپله ایکس پاڼه په یوه تازه بیان کې ویلي دي چې دا کار یې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د دفتر په مرسته کړی دی.


د م. م دې ادارې مخکې د هغو افغان ماشومانو لپاره چې له پاکستانه راستنېږي، په تورخم کې د ځانګړو د مرکزونو د جوړېدو خبر ورکړی و.


یونیسیف ژمنه کړې چې هغه افغان ماشومان به له خپلو کورنیو سره یوځای کوي چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر په ترڅ کې په جبري ډول افغانستان ته استول کېږي.