متحده عربي امارات په ګردېز کې ۱۵۰ بستري روغتون جوړوي
متحده عربي امارات د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د ۱۵۰ بسترو روغتون جوړوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري آژانس پرون (دوشنبې) وویل چې د دې روغتون د جوړولو کار د ۵ میلیونه ډالرو په لګښت پیل شوی دی.
راپور د پکتیا د عامې روغتیا د رییس له خولې لیکلي چې د جنوب ختیځو ولایتونو اوسیدونکو ته د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره دا روغتون به په ۲۵ جریبه ځمکه کې په معیاري ډول جوړ شي او په عصري طبي تجهیزاتو به سمبال وي.
دا روغتون په داسې حال کې جوړېږي چې د افغانستان د روغتیايي خدمتونو سیسټم د ډاکترانو، په ځانګړې توګه د ښځینه ډاکترانو له کمښت سره مخامخ دی او له ګاونډیو هېوادونو څخه د سلګونو زرو کډوالو د بېرته راتګ له امله تر فشار لاندې دی.
د طالبانو له لوری د نجونو پر زده کړو بندیز په افغانستان کې په ځانګړي ډول د ښځو د روغتیا په اړه اندېښنې لا ډېرې کړي دي.