په جنوبي کوریا کې د یوې الوتکې د ټکر په پېښه کې د نږدې ۱۸۰ کسانو مړینه
په جنوبي کوریا کې د الوتکې د ټکر د پېښې د مړو شمېر ۱۷۹ ته ورسېد.یواځې دوه کسان ژوندي پاتې دي.د جنوبي کوریا په موان هوايي ډګر کې یکشنبه سهار یوه مسافروړونکي الوتکه چې له ټایلند څخه جنوبي کوریا ته رسېدلې وه د ناستې پر مهال له رنوې ووتله او په یوه دیواله ولګېده.