ru24.pro
World News
Декабрь
2024

روسیې د اوکراین دانرژۍ تاسیسات په نښه کړل

0
اوکرایني چارواکي وايي، روسیې نن (چهارشنبه د جدي په پنځمه) پر دغه هېواد پراخ راکټي بریدونه وکړل، چې د اوکراین د انرژۍ تاسیسات او نور ملکي بنسټونه یې په نښه کړل.


د اوکراین د چارواکو په وینا، لږ تر لږه درې کسان د خارکیف په شمال ختیځ کې ټپیان شوي دي.


د خارکیف ښاروال ایهور تریخوف په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې دغه ښار د روسیې د راکټي بریدونو له امله په نښه شوی دی.


د اوکراین د انرژۍ وزیر هیرمن هالوشچنکو وايي، د روسیې توغندیز برید د دغه هېواد د انرژۍ سکتور په نښه کړی، خو دا یې ونه ویل چې د اوکراین د انرژۍ کوم مرکزونه په نښه شوي دي.


تر دې مخکې د اوکراین چارواکو پرون وویل چې د کریوي ریه ښار کې د روسیې د بالستیک توغندیو په حمله کې یو کس وژل شوی او یوولس نور ټپیان شوي دي.


د دغو چارواکو په وینا، دغه برید د استوګنې یوه څلور پوړیزه ودانۍ په نښه کړې ده.