ru24.pro
World News
Декабрь
2024

د طالبانو حکومت: د سالنګ لویه لاره د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه

0
د طالبانو، حکومت د ټولګټو چارو وزارت د سالنګ لویې لارې د اصلي مسیر د بیا پرانیستلو اعلان کړی او ویلي یې دي چې دغه لاره د جدي په څلورمه د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.


 د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په خپله ایکس پاڼه «پخواني ټوېټر»لیکلي چې په دې مسیر پلان شوی کار بشپړ شوی دی او وړې او لویې مسافر وړونکې موټرې پرې هره ورځ له دواړو خواوو تګ راتګ کولای شي.


 هغه زياته کړې، چې بار وړونکو موټرو ته په وار سره يوه ورځ له شمال څخه سوېل او يوه ورځ له سوېل څخه شمال ته د تګ اجازه ورکړل شوې ده .


د نوموړې په خبره د دغه مسیر د خلاصېدو په لومړۍ ورځ  باروړونکو موټرو ته له شمال څخه سویل ته د تګ اجازه ورکړل شوې ده.


د دې لویې لارې اصلي مسیر د بیارغونې د روانو کارونو او د واورې د ورښت له امله د مسافر وړونکو بسونو او بار وړونکو موټرو پر مخ له ۱۴ ورځوراهیسې تړل شوی و، خو د سالنګ د لویې لارې په فرعي لارو وړو مسافر وړونکو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې وه. 


 د سالنګ لویه لار یوه له هغو لارو څخه ده چې د افغانستان د شمال او شمال ختیځ لږ تر لږه ۱۰ ولایتونه له پلازمینې او نورو ولایتونو سره نښلوي.


 یو شمېر افغانان وايي، چې د سالنګ د لویې لارې وخت پر وخت بندېدل دوی ته ستونزې جوړوي.


 د یوه لوی مسافر وړونکي موټر چلوونکی حاجي محمد اسماعیل، د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې لویې لارې بندېدو تل ده او نورو موټر چلونکو ته تاوان اړولی دی:


"په دوه اونیو کې چې دا لاره تړل شوې وه او بدیل سړک یخ وهلی و، مسافرین له ګڼو ستونزو سره مخ وو،  وړو مسافر وړونکو موټرو ډیره کرایه اخیسته ، خلکو په دوه زره یا درې زره واړه موټرونه کرایه کړي وو، په داسې حال کې چې موږ ۷۵۰ افغانۍ کرایه اخلو ان کله  ۳۰۰ او ۴۰۰ افغانۍ، نن د لویو مسافر وړونکو موټرو لپاره لاره پرانیستل شوه او موږ دې ورځې ته انتظار وو."


 د بلخ ولایت یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:


 "موږ شاته سبټ ونیوو او له یوې خوا مو 5000 کرایه ورکړه."


که څه هم د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې د چارو د بشپړیدو خبره کوي، خو یو شمیر مسافر د طالبانو حکومت تورنوي چې د سالنګ د لویې لارې په د ستونزو په هواري کې پاتې راغلی او وايي چې په دې برخه کې باید جدي اقدامات وشي او شته ستونزې حل کړي.


 د بغلان ولایت اوسېدونکي مطیع الله ازادي راډيو ته وویل چې د سه شنبې په ورځ یې په دې لاره سفر کړی:


 "له نېکه مرغه نن د سالنګ له لارې راغلم او لاره پرانیستل شوې شوه، خو په دې لاره کې ډېرې ستونزې او خرابۍ دي، هیله ده چې ورته پام وشي."


د سالنګ لویې لارې موټر چلونکي او مسافر وايي، که څه هم طالبانو ادعا کړې چې دا لویه لار به په بشپړه توګه ورغوي، خو د دوی په خبره هغه څه چې د دوی تمه وه هغه شان رغونه نه ده شوې او د دې لویې لارې لویه برخه په خراب حالت کې ده او مسافر دغه شان له خطر سره مخ دي.