ru24.pro
World News
Декабрь
2024

دوه کاله کیږي افغانې ښځې په ټولو غیردولتي او یو شمیر ادارو کې د کار اجازه نه لري

0
د طالبانو له خوا په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز دوه کاله پوره شول.


طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډیسمبر په ۲۴مه د یو فرمان په صادرولو سره د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په ټولو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګوه.


په فرمان کې ویلي شوي و، که هرې موسسې له دې پریکړې سرغړونه وکړه، د فعالیت جواز به یې لغوه شي.


د طالبانو له دې فرمان وروسته، ډیرشمیر هغوو موسسو چې د بشري مرستو په برخه کې یې کار کاوه، خپل فعالیتونه په افغانستان کې وځنډول.


که څه هم د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیز کورني او نړیوال غبرګونونه راوپارول، خو طالبانو خپله پریکړه بدله نه کړه، او لا هم ښځې په ټولو غیردولتي او یو شمیر دولتي ادارو کې د کار اجازه نه لري.


طالبانو د ښځو پر کار د بندیز سربیره، له شپږم ټولګیو پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی دی.