ru24.pro
World News
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26
27
28
29
30
31

سره میاشت ټولنه: د زړه د سوري ۴۳ نور ماشومان وړیا عملیات کیږي

0
افغان سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې د زړه په سوري ۴۳ نور ماشومان د درملنې او عملیاتو لپاره په کابل کې شپږو روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي.


دغې ټولنې پرون یکشنبه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د دغو ماشومانو د درملنې او عملیاتو مالي لګښت د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا ورکول کېږي.


هر کال لسګونه افغان ماشومان چې د زړه په سوري اخته هغه هم په کې شامل وي، د درملنې لپاره جرمني ته هم لېږل کېږي، چې هلته یې "د سولې کلي" په نوم بنسټ درملنه کوي.