د طالبانو د عامې روغتیا وزارت: نن په ۱۱ ولایتونو کې د پولیو واکسیناسیون پیلیږي
د ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد د دې تازه کمپاین په اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په یو بیان کې ویلي، د دې درې ورځني کمپاین په ترڅ کې به په کابل، کندهار، هلمند، اورزګان، زابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندز ولایتونو کې شاوخوا څلور میلونه او ته سوو هغو کوچنیانو ته چې عمرونه یې له پنځو کلونو ښکته دي د پولیو د واکسین څاڅکي ورکړل شي.
د افغانستان په یولسو ولایتونو کې د پولیو واکسینو دا کمپاین په داسې حال کې پیلږي، چې له دې وړاندې د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې طالبانو د نژدې دوو میاشتو لپاره د پولیو واکسین کمپاینونه درولی وو.
د پولیو ویروس د متخصصو داکټرانونو په خبره، دا ویروس د مني په موسم کې وده کوي او خوریږي، خو د ژمي په لومړیو کې د دې کمپاین بیا پیل به وکولی شي د دې ویروس په مخینوي کې مرسته وکړي؟
په اړه سید کمال شاه چې کلونه یې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو له ادارې یونېسف سره د واکسینو د کمپاین د عامه پوهاوي په برخه کې د یوه مسوول په توګه کار کړی وايي، د ژمي موسم یو ښه فرصت دی، چې د پولیو د ویروس مخه د واکسینونو په تطبیق سره ونیول شي.
سید کمال شاه ازادي راډیو ته وویل، که د واکسینو کمپاین کور په کور وشي یا جوماتونو ته ماشومان ورغوښتل شي، د هغه په ټکو مهم د خلکو خبرول او د واکسین په اړه هغوی ته عامه پوهاوی ورکول دي.
"د پولیو د له منځه پروګرام چې مشري یې د عامې روغتیا وزارت، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونسیف او نورو سازمانونه کوي، باید په ګډه داسې یوه تګلاره رامنځته کړي، څو ډاډ ترلاسه شي، هغه کمپاینونو چې د پولیو د ویروس د له منځه وړلو لپاره کیږي په ښه کیفیت سره وي، پخوا هم په افغانستان کې په کمپاینونو کې د کیفیت ستونزه پاتې شوې ده، د خبرتیا ستونزه ده، چې خلک له کمپاینونو خبریږي، خو د واکسین په اړه عامه پوهاوی نشته، چې د پولیو واکسین د ګټو او د پولیو د ناروغۍ د اضرارو په اړه خلکو ته معلومات ورکول دي، چې نړیوال سازمانونه باید ورته پام وکړي."
که څه هم پخوا په افغانستان کې د پولیو واکسین کور په کور ماشومان ته ورکول کیدل خو د طالبانو حکومت په وروستیو کې کور په کور د واکسینو ورکول درولي او پر ځای یې د کلیو په جوماتونو کې ماشومانو ته د پولیو د واکسین په ورکولو ټینګار کړی.
د روغتیا نړیوال سازمان د تیرې لېندۍ میاشتې په ۱۳مه په یوې اعلامیه کې د طالبانو د دې پریکړې په اړه اندیښنه وښوده او ویې ویل، له کور په کور واکسین څخه ځانګړو ځایونو ته د پولیو واکسین د تطبیق د طریقې بدلول ښايي په افغانستان کې د پولیو ویروس د مثبتو پېښو د زیاتوالي لامل شي.
د دې سازمان په اعلامیه کې وړاندې راغلي و، سږکال په افغانستان کې د پولیو په پېښو کې د تیر کال پرتله ۲۸۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و، د وحشي پولیو ویروس د ۱ ډوله چاپیریالي مثبتې پېښې چې له دې وړاندې په جنوبي ولایتونو کې ثبت شوې وې، په روان میلادي کال کې یې شمیر ۸۴ ته رسیدلی، په داسې حال چې په ۲۰۲۳ کال کې د پولیو همدا ډول ۶۳ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي، چې سږکال په افغانستان کې هیڅ د پولیو مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، د خو د روغتیا نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ، د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ویروسي او شدیده ساري ناروغي ده، چې په ماشومانو په ځانګړې توګه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، د دایمي فلج یا جسمي ناتوانۍ او کله کله د مرګ سبب کیږي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي، چې لا هم په کې د پولیو ویروس مثبتې پېښې ثبتیږي.