ru24.pro
World News
Декабрь
2024

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ژمي پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې

0
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ژمي پر مهال د میلیونونو بې‌ وزلو کسانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

په افغانستان کې د دغې ادارې مرستیال ویاند ضیاالدین ساپي د ډېسېمبر پر ۲۰مه، له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې سږکال په افغانستان کې بشري اړتیاوې ډېرې لوړې دي، او د افغانستان یو پر درېیمه برخه وګړي له لوږې سره مخ دي.


ساپي وویل چې د سخت ژمي پر مهال به نږدې ۱۵ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا ولري.


هغه زیاته کړه چې د کار او خوړو د نشتوالي له امله کورنۍ د خپلو کورونو تودولو یا خپلو ماشومانو د تودولو لپاره له سختو انتخابونو سره مخ دي.


تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي ول، په ۲۰۲۵ز کال کې به په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۲ اعشاریه ۹ میلیونو ته ورسېږي.


په افغانستان کې د طالبانو حکومت د خوړو نړیوال پروګرام د وروستیو اندېښنو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.