ru24.pro
World News
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د خوست د طبي انسټېټیوټونو فارغانو په روغتیايي ډګر کې د ښځو رول اړین بللی

0
په خوست کې له روغتیايي انسټېټیوټونو څخه فارغانو د کار زمینې برابرولو غوښتنه کړې ده. هغوی دا غوښتنه د ډېسېمبر پر ۱۸مه د محصلینو د فراغت په لمانځغونډه کې وکړه. نویو فارغانو د روغتیا په ډګر کې د ښځو رول اړین وباله او غوښتنه یې وکړه چې چارواکي دې ښځو ته هم د کار او زده کړو زمینه برابره کړي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ډېسېمبر په پیل کې په طبي انسټېټیوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه چې پراخ غبرګونونه یې وپارول. طالبان وايي چې د نجونو زده کړو لپاره "مناسب چاپېریال" او "شرعي چوکاټ" برابروي، خو په دې اړه د شوي پرمختګ تفصیل نه ورکوي. په افغانستان کې ډېری خلک معیاري روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او پکې د مسلکي روغتیاپالانو او روغتیايي کارکوونکو اړتیا زیاته ده. ویډیويي رپورټ.