د کابل – کندهار پر لویه لاره غبرګې ترافیکې پېښې
د طالبانو حکومت وایي، په دې پېښو کې ۵۲ تنه مړه شوي او ۶۵ نور ټپيان شوي دي.لومړۍ پېښه د غزني په شهبازخېلو سیمه کې دیوه بس او ټانکر د ټکر له امله شوې چې ۱۷ تنه په کې مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي.دویمه پېښه د غزني په نانی سیمه کې د یوه بس اوټېلر ټکر دی چې له امله یې ۳۳ کسان مړه شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.د طالبانو حکومت وایي د پېښې په اړه یې څېړنې پيل کړې دي.