ru24.pro
World News
Декабрь
2024

اروپايي ټولنه: هر افغان وګړی د خوندي کور او ژوند مستحق دی

0
اروپايي ټولنه وايي له داخلي بې ځایه شویو، راستنېدونکو او افغان کډوالو سره مرسته کوي.


اروپايي ټولنې دا خبره د چهارشنبې په ورځ (دسمبر ۱۸) د مهاجرینو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپل ایکس پاڼې یا پخواني ټویټر لیکلي او ویلي دي، "هر وګړی د خونديتوب او خوندي کور او ژوند مستحق دی".


افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په نړۍ کې تر ټولو زیات کډوال لري.


شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د کډوالې نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي وو، له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي.