ملګري ملتونه: په نړۍ کې تر یمن وروسته د کولرا ناروغۍ ډېرې پېښې افغانستان کې ثبت شوي
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي دي چې سږکال په افغانستان کې د کولرا یو لک پنځه شپېته زره شپږ سوه نهه وېشت پېښې ثبت شوې دي.
د دې نړیوال سازمان په راپور کې چې پرون خپور شو، راغلي دي چې په نړۍ کې د کولرا تر ټولو ډېرې پېښې په یمن کې، بیا په افغانستان او ورپسې په پاکستان کې ثبت شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په خپل میاشتني راپور کې هیله ښکاره کړې ده چې د کولرا د واکسین په برخه کې پرمختګ شوی دی او د نومبر په میاشت کې یې درې نیم میلیونه ډوزه واکسین زېرمه کړی دی، خو په نړۍ کې د اوس لپاره لږ تر لږه پنځه میلیونه ډوزه واکسین ته اړتیا شته.
کولرا پروسږکال د افغانستان په شمول د نړۍ په پنځه څلوېښت هېوادونو کې د څه باندې څلور زره کسانو ژوند واخیست.