ru24.pro
World News
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23
24
25
26
27
28
29
30
31

افغانستان کې په ټرافیکي پېښو کې لږترلږه ۵۰ کسان وژل شوي دي

0
د افغانستان په غزني‌ ولایت کې پر کابل-کندهار لویه لاره په دوو جلا، جلا ټرافیکي پېښو کې لږترلږه ۵۰ کسان وژل شوي او تر ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ځايي چارواکو ويلي چې دواړه پېښې د ډېسېمبر پر ۱۸مه د مسافر لېږدوونکو بسونو او ټانکرونو د ټکر له کبله شوې دي.


د دوی په خبره، لومړۍ پېښه د غزني په شهباز سیمه کې شوې چې پکې یو مسافر لېږدوونکی بس او د ګازو ټانکر وجنګېدل.


د طالبانو یوې ځایي سرچینې، چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې په هغه پېښه کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۶ زخمیان دي.


د غزني له هغه ځایه شاوخوا ۱۵ کېلوميټره ليرې د ناني په سیمه کې دویمه ټرافیکي پیښه د یوه بل مسافر لېږدوونکي بس او ټرالر ترمينځ د ټکر له کبله شوې ده چې پکې چارواکو د ۳۳ کسانو د مړینې او د څلورو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.


د طالبانو حکومتي چارواکو لا د دواړو پېښو د لاملونو په اړه څه نه دي ویلي، خو په افغانستان کې اکثر ټرافیکي پېښې د قوانینو نه رعایت او د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د سړکونو خرابوالي، د خورا پخوانیو یا د ښي لاسو ګاډو استعمال او پر وخت د ګاډو معاینې او مرمت نه کولو له کبله پېښېږي چې مرګژوبله اړوي.


تر دې وړاندې، د دېسېمبر پر اتمه په اوروزګان کې د یو ګاډي اوښتو په پېښه کې درې تنه وژل شوي او ۱۶ ژوبل ول. داراز، د ۲۰۲۴ز کال په مارچ کې په هېلمند ولایت کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۱۱ ژوبل شوي ول.