ru24.pro
World News
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

سویډن: نړۍ افغان ښځو ته د طالبانو د بندیزونو سربیره شا کړې

0
د سویډن حکومت وايي، د افغانستان په روان وضعیت کې د هیلو نښې ډیرې کمې دي.


د سویډن حکومت د چهارشنبې په ورځ له افغانستان سره د دې هېواد د تعامل په اړه د "تجربو او اخیستل شویو درسونو" په نوم، د څو حزبي کمېټې د راپور لنډیز خپور کړ او ویې ویل، د نورو نړیوالو بحرانونو له کبله افغانستان اوس د تېر په څير د نړیوالې ټولنې د پام وړ نه دی. 


خو په راپور کې راغلي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت لا هم کړکیچن دی.   


د افغان ښځو غوښتنې


په همدې حال کې یو شمېر افغان ښځې او د ښځو د حقونو فعالانې وايي، په نړۍ کې ناندرۍ د دې لامل شوي چې نړیواله ټولنه نور افغانستان ته پام ونه کړي.


 د بدخشان ولایت اوسیدونکې، منزې چې له زده کړو بې برخې شوې ازادي راډيو ته یې وویل، نړۍ باید افغانستان هیر نه کړي. 


"هغه څه چې دا مهال په افغانستان کې افغان ښځې او نجونې ورسره مخ دي او د هیلې ټولې لارې د دوی پر مخ تړل شوي په هیڅ هیواد کې نشته، نړۍ باید افغانستان هیر نکړي، هره ورځ د دې محرومیتونو له امله زموږ ژوند حیفیږي، هیڅ هم نه شي کولای زموږ ژوند او هغه کلونه چې موږ له لاسه ورکړي بیرته جبران کړ".


 




 د پلازمینې کابل اوسیدونکې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل، "دا محدودیتونه نه یواځې د هیواد د شا تګ لامل کیږي بلکې د افغان ښځو روحي او رواني وضعیت یې هم اغیزمن کړی، ځکه کله چې وینو چې زموږ د کلونو کلونو زحمت په څو دقیقو کې له منځه ځي ښه احساس نه کوو، د هیلو د پوره کولو لپاره مو هیڅ امید نه دی پاتې، د طالبانو د فرمانونو په صادرولو سره د نجونو په زړه کې کومه هیله نه پاتې کیږي".


 


په ورته وخت کې یوې معترضې میرمنې، سکینې رسا ازادي راډیو ته وویل، "په افغانستان کې ژوند داسې شوی چې میرمنې هره ورځ هیله کوي چې کاش دا ورځې ژر تیرې شي او د دې تیارو ورځو تر شا یوه روښانه سبا وي، کاش په نړۍ کې داسې یو ځواک وي چې دا تیاره چې په افغانستان کې ده ختمه کړي، خو هیڅ هیله نشته او ان افغانستان نور د نړيوالې ټولنې لپاره لومړیتوب نه دی".


د طالبانو حکومت په افغانستان کې له بیا واکمنیدو وروسته پر افغان ښځو او نجونو د کار او زده کړو د بندیزونو ترڅنګ ګڼ نور محدودیتونه هم ولګول، خو تل یې ادعا کړې چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین شوي دي.


د سویډن حکومت په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې په تېرو دوو لسیزو کې په زرګونو سویډني اتباعو په افغانستان کې په "خطرناکو او ننګونکو" شرایطو کې کار کړی چې له ډلې یې شپږ کسان او د دوی دوه افغان ژباړونکي د خدمت پر مهال وژل شوي دي.


د یادونې ده، چې د ۲۰۲۳ کال په دوبي کې، د طالبانو حکومت په سویډن کې د ځینو کسانو لخوا د قران کریم د نسخو د سوځولو په غبرګون کې اعلان وکړ، چې د سویډن کمیټې په ګډون د ټولو سویډني بنسټونو فعالیتونه باید ودرول شي.


له هغې وروسته دسویډن کمیټې په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړ ځکه دا یو نادولتي بنسټ و، خو شاوخوا یوه میاشت وړاندې یې اعلان وکړ،چې په دغه هیواد کې یې خپل فعالیتونه درولي او خپل پروګرامونه یې د ناروې کمیټې (ان اې سي) ته سپارلي دي.