د سوریې د بشري حقونو څار ډله: دمشق ته نژدې په یوه ډله ایز قبر کې لږترلږه سل زره مړي موندل شوي.
				
																	
								
				د سوریې د بشري حقونو د څار د یوې ډلې مشر وايي، د سوریې پلازمېنې دمشق ته نژدې په یوه ډله ایز قبر کې لږترلږه سل زره مړي موندل شوي. د سوریې بېړنۍ کاري ډله چې مرکز یې په امریکا کې دی ادعا کوي چې له هغو کسانو سره یې خپرې کړي چې دا ډله ایزو قبرونه یې کیندلي دي.				
			
			
			
			
						
						
						
					
		