ru24.pro
World News
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

په تور سمندرګي کې د تیلو تویېدو له کبله د چاپېریال په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

0
د روسیې په کراسنادار سیمه کې د تورې بحیرې د لسګونه کیلومتره اوبو ساحه نن وروسته له هغه په تېلو ناولې شوه چې د روسیې دوه تېل وړونکې کشتۍ د کرچ په تنګي کې د سخت توپان په نتیجه کې زیانمنې شوې.


د کراسنادار والي وینیامین کوندراتییف ویلي چې د اوبو د پاکولو کاري ډلې سیمې ته استول شوې دي. د هغه په وینا سخت باد، د سواحلو په اوږدو له ټانکرونو د توی شویو تېلو له خپرېدو سره مرسته کوي او په تور سمندرګې کې د چاپېریال د  احتمالي ناورین په اړه اندېښنې یې زیاتې کړې دي.


پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو عکسونو او ویډیوګانو کې ښکاري چې د سمندر اوبه په تور رنګه مایع پوښل شوې دي.


د اولګا نفت Volgoneft شرکت دوه ټانکري کشتۍ چې زرګونه ټنه د ټيټ کیفیت لرونکي تېل پکې بار وو، د یکشنبې ورځې په دې پېښه کې ښکېلې وې.